د شرکت نوم: د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت
د شرکت لنډیز: FEP-SOC
(Fertilizer & Electricity Products-State Owned Corporations)
پته: امام بکری پل /دهدادي اولسوالي، بلخ ولايت.
د سکتوري فعالیتونو ډول: پتروشیمي،صنعتي تولید
د سکتور وزارت: د امارتی شرکتونو رهبری پلاوې
د تاسیس کال: ۱۳۴۵ هـ.ش
اصلي فعالیت: د یوریا سرې او حرارتي بریښنا تولید
د اجرایه کمیټې: ښاغلی الحاج ملا خالقداد “نصرالله”
د شرکت مخینه : کله چې د جوزجان په ولايت کې د (۱۶۰) متر مکعب ګازو ذخیرې کشف شوې ، د هیواد د کرهڼې د سکتور د اړتیاوو په نظر کې نیولو په اساس د سرې او بريښنا د توليد د فابریکو جوړول حتمي وبلل شول . په همدې خاطر يې د جوړولو ابتدایي سروې او د تړون عقد د افغانستان د دولت او پخواني شوري اتحاد ترمنځ (۱۳۴۳) کال کې لاسلیک شو . ددې فابریکو طرحه د نایتروجن د تولیداتو د دولتي انستیتوت ( کریوفسکي موسسې ) له لوري او د تیکنالوژی قسمي ډیزاین يې د شوري اتحاد د رستوف ښار د ساختماني موسسې له لوري ترسره او په (۶۵) هکتاره ځمکه کې په نظر کې ونیول شو ،ددې تاسیساتو موقعیت د اوبو د ذخیرو د موجودیت په خاطر د مزارشریف د ښار د لویديځ په (۱۸) کیلو متری کې د دهدادي اولسوالی په جنوب غرب کې د بلخ د سیند په غاړه تثبیت او تعین شو …
نوم: الحاج ملا خالقداد “نصرالله”
د پلار نوم: روح الله
اصلي هستوګنځای: کندهار ولایت
د مزارشریف د سرې او بريښنا امارتي توليدي شرکت په لوړ کیفیت محصولات چې په نړی او افغانستان کې له خاص اعتبار څخه برخمن دي وړاندې کوي . د کرهڼې ، صنعت ، سوداګری او روغتیا د سکتورونو د ودې او تقویې لپاره لاندې توليدي فعالیتونه ترسره کوي :
دغه فابريکې په لاندې دوو لویو بخشونو کې فعاليت کوي:
| لومړی برخه: اصلی محصولات | ||
| Urea | (NH2)2CO | د یوریا سرې تولید |
| Electricity | POWER | د حرارتي بریښنا تولید |
| دویمه برخه: فرعي محصولات | ||
| Ammonia | NH3 | د امونیا تولید (مایع او ګاز) |
| Carbon dioxide | CO2 | د کاربن ډای اکسایډ تولید |
| Nitrogen | N2 | د نایتروجن تولید (مایع او ګاز) |
| Oxygen | O2 | د اکسیجن تولید |
| Distilled Water | D-H2O | مقطرې اوبه |