د محصولاتو توزیع

ددې  شرکت محصولات د ګران هیواد په ګوټ ګوټ کې د بزګرانو او صنعت کارانو د اړتیاوو د رفع کولو په خاطر توزیع او د ګټې اخستنې وړ ګرځي ،د یادونې وړده چې په تیرو وختونو کې زمونږ محصولات بهرته هم صادریدل .

 

زمونږ د شرکت  کیمياوي سره د ازادې داوطلبی له لارې خرڅلاو ته وړاندې کيږي او د قراردادي له لوري بزګرانو ته توزیع  کيږي .

د شرکت د بريښنا توليد اصلا د شرکت د دستګاوو د چالانی لپاره دی  او مازاده بريښنا په قانوني شکل د قیمت په مقابل کې مستهلکينو ته ورکول کيږي .

 

د شرکت فرعي محصولات لکه اکسجن ، کاربن دای اکساید،مایع امونیا …هغه عناصر دي چې د سرې د تولید د پروسې لپاره اړین دي او مازاد تولید يې د قیمت په مقابل کې په قانوني ډول  غوښتونکو مشتریانو ته ورکول کيږي.