د موادو تهیه او تداروک

د کیمیاوي سرې په تولید کې لاندې خام اساسي مواد شامل دي.

  1. د متان طبعي ګاز (CH4 ) : چې حجمي فشاريې باید (۶) وي او له دې څخه کم نه وي او همداشان په خپل جوړښت کې سلفري مرکبات ونه لري .
  2. طبعي اوبه : چې د بلخ له سیند څخه تهیه کیږي .
  3. آزاده هوا:چې له هغې څخه اکسجن او همداشان د سرې د تولید د پروسې د ضرورت وړمواد په لاس راځي
  4. متخصص کدرونه :د کیمیاوي محصولاتو د تولید په پروسه کې فني ، مسلکي ،په کار پوه او تجربه لرونکي کسان.

پرمختللي سامانونه ، تجهیزات ، روغنیات ، اختصاصي پرزې، کیمياوي او لابرتواري مواد … له بهرنیو هیوادونو څخه تداروک او وارديږي ، ځینې پرزې او سامانونه  د شرکت د متخصصینو له لوري په اساسي ورکشاپ کې جوړيږي او همداشان د سرې خالي بوجی له داخلي سرچینو څخه تداروک کیږي.
د اړتیا وړ مواد د مختلفو فشارونو، حرارتونو ،  غلظتونو او همداشان د مختلف الډوله  کتلستونو په موجودیت کې د کیمياوي پروسې په ترڅ کې مغلق کیمیاوي تعاملات ترسره کوي چې په نتیجه کې ورڅخه کیمیاوي سره لاسته راځي