اطلاعیې

  د قرارداد د ورکړې د تصمیم خبرتيا!
1405/6/31

د عقودو له قانون څخه په پیروی ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د امارتي شرکتونو  لوی ریاست  اړوند د  سرې او بريښنا تولید امارتي شرکت په پام کې لري چې د خپل ضرورت وړ د مشخصاتو مطابق د یو قلم ۱۰۰۰کیلوګرام بابیتو او ۲۳۰۰ کیلو ګرام  مختلف السایز د ولډينګ سیخونو  قرارداد د هارون اماني لمیټد  سوداګریز  شرکت ته چې د (۲۴۸۱۵) ګڼې سوداګریز جواز او د سوداګری اصلي ځای يې  د افغانستان بلخ  ولایت مرکز د مزارشریف ښار  دی ، د (۳۸۴۳۷۰۰) دری میلیونو آته سوه  دری څلویښت  زره اوه سوه افغانیو په مجموعي مقدار سره  ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص که  په دې برخه کې هر ډول اعتراض يا نیوکه  ولري کولای شي خپل اعتراض د اعلان د نشر له نېټې څخه تر پنځو تقويمي ورځو پورې په لیکلي ډول له دلایلو سره د شرکت د تداروکاتو آمریت ته وړاندې کړي .
دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده ، د پورته ذکر شوې مودې د پوره کیدلو او د وروستیوقانوني مراحلو د طی کولو تر وخته  پورې قرارداد نه ترسره کیږي .

  د قرارداد د ورکړې د تصمیم خبرتيا!
1405/6/31

 د عقودو له قانون څخه په پیروی ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د امارتي شرکتونو  لوی ریاست  اړوند د  سرې او بريښنا تولید امارتي شرکت په پام کې لري چې د خپل ضرورت وړ د مشخصاتو مطابق د اوسپنې شپږملی تخته ۱۷۷ مترمربع ، د اوسپنې ۹ عدده نروژیکې تخته  ،یو عدد دنیش(د سنتیزدکلون د ګیلاس سرپوښ)  قرارداد د شیردل لمیتد سوداګریز  شرکت ته چې د (۴۹-۱۰-۲۹) ګڼې سوداګریز جواز او د سوداګری اصلي ځای يې  د افغانستان د فاریاب ولایت مرکز اړوند د افغان کوټ کلی دی ، د (۵۷۴۲۰۰۰) پنځه میلیونو اوه  سوه دوه څلویښت زره  افغانیو په مجموعي مقدار سره  ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص که  په دې برخه کې هر ډول اعتراض يا نیوکه  ولري کولای شي خپل اعتراض د اعلان د نشر له نېټې څخه تر پنځو تقويمي ورځو پورې په لیکلي ډول له دلایلو سره د شرکت د تداروکاتو آمریت ته وړاندې کړي .
دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده،د پورته ذکر شوې مودې د پوره کیدلو او د وروستیوقانوني مراحلو د طی کولو تر وخته  پورې قرارداد نه ترسره کیږي .

  د قرارداد د ورکړې د تصمیم خبرتيا!
1405/6/31

د عقودو له قانون څخه په پیروی ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د امارتي شرکتونو  لوی ریاست  اړوند د  سرې او بريښنا تولید امارتي شرکت په پام کې لري چې د خپل ضرورت وړ د مشخصاتو مطابق د ۸۰ ټنه کاګولیانتو(المونیم سلفیټ)،۳ ټنه خالص مسو ،۱۰۰ ټنه مالګې  قرارداد د عظیم بلخي  د لوجیستکي خدماتو  شرکت ته چې د (۴۰۲۵۵) ګڼې سوداګریز جواز او د سوداګری اصلي ځای يې  د افغانستان د بلخ ولایت مرکز مزارشریف دریم ګذر دی ، د (۶۹۷۰۰۰۰) شپږ میلیونو نه   سوه اویا زره  افغانیو په مجموعي مقدار سره  ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص که  په دې برخه کې هر ډول اعتراض يا نیوکه  ولري کولای شي خپل اعتراض د اعلان د نشر له نېټې څخه تر پنځو تقويمي ورځو پورې په لیکلي ډول له دلایلو سره د شرکت د تداروکاتو آمریت ته وړاندې کړي .
دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده ، د پورته ذکر شوې مودې د پوره کیدلو او د وروستیوقانوني مراحلو د طی کولو تر وخته  پورې قرارداد نه ترسره کیږي .

  د قرارداد د ورکړې د تصمیم خبرتيا!
1405/6/31

د عقودو له قانون څخه په پیروی ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د امارتي شرکتونو  لوی ریاست  اړوند د  سرې او بريښنا تولید امارتي شرکت په پام کې لري چې د خپل ضرورت وړ د مشخصاتو مطابق د پنځه قلمه مختلف النوع مبلایلو  قرارداد د شبیر امید لمیتد سوداګریز  شرکت ته چې د (۲۴۱۸۷) ګڼې سوداګریز جواز او د سوداګری اصلي ځای يې  د افغانستان کابل  ولایت مرکز د خیرخانې مینه  دی ، د (۸۰۶۷۷۷۵) آته میلیونو اوه شپیته  زره اوه سوه پنځه اویا  افغانیو په مجموعي مقدار سره  ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص که  په دې برخه کې هر ډول اعتراض يا نیوکه  ولري کولای شي خپل اعتراض د اعلان د نشر له نېټې څخه تر پنځو تقويمي ورځو پورې په لیکلي ډول له دلایلو سره د شرکت د تداروکاتو آمریت ته وړاندې کړي .
دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده ، د پورته ذکر شوې مودې د پوره کیدلو او د وروستیوقانوني مراحلو د طی کولو تر وخته  پورې قرارداد نه ترسره کیږي .

  د قرارداد د ورکړې د تصمیم خبرتيا!

د عقودو له قانون څخه په پیروی ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست  د سرې او بريښنا تولید امارتي شرکت په پام کې لري چې د خپل ضرورت وړ د مشخصاتو مطابق  (۵۰۰۰۰۰) پنځه سوه زره د سرې د خالي بوجیو  قرارداد امید کهکشان د سرک جوړلو،لوجیستيکي خدماتواو ساختماني چارو شرکت ته چې د (D-58612) ګڼې سوداګریز جواز او د سوداګری اصلي ځای يې  د افغانستان د بغلان ولایت د پلخمري   ښار، د دوهمې ناحيې د ښوونکو د روزنې مرکز ته مخامخ دی ، د (۱۲۵۰۰۰۰۰) دولس میلیونو او پنځه سوه زره افغانیو په مجموعي مقدار سره  ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص که  په دې برخه کې هر ډول اعتراض يا نیوکه  ولري کولای شي خپل اعتراض د اعلان د نشر له نېټې څخه تر پنځو تقويمي ورځو پورې په لیکلي ډول له دلایلو سره د شرکت د تداروکاتو آمریت ته وړاندې کړي .
دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده ، د پورته ذکر شوې مودې د پوره کیدلو او د وروستیوقانوني مراحلو د طی کولو تر وخته  پورې قرارداد نه ترسره کیږي .

ګرانو هیوادوالو له امريکايي اشغال څخه د خلاصون دریمه کلیزه مو مبارک شه!

په افغانستان کې د امریکایي اشغال د خاتمې درې کاله پوره شول.
له ننه درې کاله وړاندې د اسد ۲۴مه هغه ورځ وه، چې اسلامي امارت په کې له خپلې ټولې خاورې د امریکا او ناټو لمن ورټوله او فتحه یې نصیب شوه.تر دغې فتحې وروسته افغانستان له سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او له نورو بېلابېلو اړخونو یوه نوې دوره پیل کړه.د تېرو دریو کالو پرمهال اسلامي امارت د یوه ثابت او متحد قیادت په درلودلو سره ټول هېواد له بشپړ امنیت او ثبات څخه برخمن کړ. بېلابېلې ډلې او مخالف عناصر یې محوه کړل او د یو موټي افغانستان لپاره یې ستر ګامونه واخیستل.د همدغو ګامونو په پایله کې د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت باثباته شو.د اسلامي امارت سیاسي بصیرت او امنیتي ثبات لپاره نړۍ ګوته په غاښ شوه. د ملي یووالي په راوستو کې خو دغه هڅې بیخي بې سارې وې. نړیوالو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ورځ تر بلې د پرمختګ پر لور روانې شوې.اسلامي امارت هڅه وکړه، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره منظمې سیاسي اړیکې ټینګې کړي. د دې په ترڅ کې یې د چین، روسیې، هند، ایران، قطر، پاکستان او ګڼو نورو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړې او په دې برخه کې یې د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په موخه خپلې هڅې جاري وساتلې.دغه راز یې په یو شمېر نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې ګډون وکړ، چې د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو ته پراختیا ورکړي. اسلامي امارت د نړیوالو تړونونو په برخه کې خپل دریځونه نړیوالو ته وړاندې کړل او اوس هم په دې هڅه بوخت دي، چې نړیوالو ته د شویو منفي تبلیغاتو پر خلاف خپل بې ضرره سیاسي دریځ روښانه کړي.دې برخه کې تر ډېره بریده اسلامي هېوادونو قناعت کړی، چې له همدې امله یې اسلامي امارت سره مخامخ او یا د پردې تر شاه ګډې همکارۍ پیل کړي دي.له نورې نړۍ سره هم په دغه درې کلنه دوره کې مهم سیاسي پرمختګونه شوي او لا هم د نړیوال مشروعیت په برخه کې د پام وړ هڅې روانې دي. اسلامي امارت د امنیت په برخه کې هم سترې بریاوې ترلاسه کړې.د امنیت په فضا کې د اسلامي امارت دا درې کاله مزل کول او د خلکو ژوند لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کول د ستاینې وړ دي. د دیني تعلیماتو خپرول او د اسلامي شریعت تطبیق هغه څه دي، چې په دې درې کلن مزل کې ډېر پرمختګونه په کې لیدل شوي. بل لور د درې کالو په ترڅ کې د اقتصادي پرمختګ لپاره ګړندۍ هڅې هم د پام وړ دي.د کانونو منظم استخراج، د سوداګریزو لارو پراختیا او د کرنې په برخو کې د نوښتونو پرمټ د هېواد اقتصاد د پیاوړتیا پر لور روان شو. لوګر کې د مس عینک کان پروژه، کاسا زر پروژه، قوشتېپې کانال، د شبرغان د ګازو پروژه، شمالي ولایتونو کې د امو سیند د تیلو د استخراج چارې، د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلیز، هرات کې د سلما او هلمند کې د کجکي بند دوهم فاز چارو ترڅنګ داسې نورې پروژې چې یو شمېر یې په بشپړېدو دي او ځینې نور یې تر کار لاندې دي.دغه راز د ټاپي پروژې په تړاو هم هڅې ګړندۍ شوې او ښکېلو هېوادونو ته د افغانستان په تړاو بشپړ ډاډ او اطمنان ورکړل شو. د دې سربېره نورو برخو کې هم د هېواد اقتصادي وضعیت د پام وړ ښه شو او د لا ښه والي او پرمختګ لپاره یې هڅې چټکې شوې.دغه راز په شوي درې کلن مزل کې د بیارغونې او پرمختګ لپاره هم ځانګړې هڅې وشوې.د بېلابېلو ټولنیزو پروژو په مرسته د خلکو ژوند مثبت لور ته بدل شو. د بې وزله خلکو ملاتړ لپاره بېلابېلې پروژې پلې شوې، د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه ډېر شول او د روزنیزو پروګرامونو پرمټ د ځوانانو فکري روزنې لپاره کار وشو، چې دا د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو څخه ده.په بېلابېلو ولایاتو کې رغنیزې چارې پیل شوې. د سړکونو، پلونو او بندونو جوړول او د کلیو او ښارونو بیارغونه هغه مهم کارونه وو، چې اسلامي امارت په تېر درې کلن مزل کې ترسره کړل. د دې رغنیزو پروژو له لارې د خلکو ژوند اسان او د هېواد پرمختیایي بهیر لا نور ګړندی شو.د فساد مخنیوی او د اسلامي اصولو په رڼا کې د حکومتدارۍ تطبیق په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی.اسلامي امارت د خپلو دغو هڅو او لاسته راوړنو له امله په ملي او نړیواله کچه ستر محبوبیت ترلاسه کړ.د اسلامي شریعت نافذول، خلکو ته د خدماتو وړاندې کول، د عدالت تامین او روان سرتاسري امنیت هغه څه دي، چې د اسلامي امارت د محبوبیت په ډېرښت کې یې لویه مرسته کړې.د تېرو دریو کالو دې هڅو او زیار ته په کتو خلک د اسلامي امارت پر وړاندې لا نور هیله مند او باورمند شوي دي.نړۍ هم د اسلامي امارت دغو هڅو او لاسته راوړنو ته د حیرانتیا په سترګه ګوري. نړیوال د اسلامي امارت د پرمختګونو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بدلونونو په اړه مثبتې ارزونې کوي.په ټوله کې اسلامي امارت درې کلن مزل د هېواد په تاریخ کې یوه مهمه دوره ده، چې په بېلابېلو برخو کې یې ستر بدلونونه رامنځته کړي او راتلونکي کې هم افغان ولسونه د دغه ډول مثبتو بدلونونو لپاره اسلامي امارت ته لاس په دعا دي.

اختر مو مبارک شه