د شرکت تاریخچه

د شرکت مخینه : کله چې د جوزجان په ولايت کې د  (۱۶۰) متر مکعب ګازو ذخیرې کشف شوې ، د هیواد د کرهڼې د سکتور د اړتیاوو  په نظر کې نیولو په اساس د سرې او بريښنا د توليد د فابریکو جوړول حتمي وبلل شول . په همدې خاطر يې  د جوړولو ابتدایي سروې او د تړون عقد  د افغانستان د دولت او پخواني شوري اتحاد ترمنځ (۱۳۴۳) کال کې لاسلیک شو . ددې فابریکو طرحه د نایتروجن د تولیداتو د دولتي انستیتوت ( کریوفسکي موسسې ) له لوري او د تیکنالوژی قسمي ډیزاین يې د شوري اتحاد د رستوف ښار د ساختماني موسسې له لوري ترسره او په (۶۵) هکتاره ځمکه کې په نظر کې ونیول شو ،ددې تاسیساتو موقعیت د اوبو د ذخیرو د موجودیت په خاطر د مزارشریف د ښار د لویديځ په (۱۸) کیلو متری کې  د دهدادي اولسوالی په جنوب غرب کې د بلخ د سیند په غاړه تثبیت او تعین شو…
په (۱۳۴۵) هـ ش کال کې د سرې د فابريکې د بنسټ ډبره او په (۱۳۴۶) هـ ش کال کې د بريښنا د فابريکې د بنسټ ډبره کیښودل شوه ، چې رغنیزې  چارې یې وروسته له (۹) کلونو څخه د (۲،۱۷) میلیارده افغانیوچې   معادل د  (۴۸) میلیونو امريکايي ډالر و په لګښت سره د (۴۰۰) خارجي متخصصینو او (۳۰۰۰) افغاني کاریګرو او کارکوونکو له لوري بشپړې شوې په (۱۳۵۰) هـ ش کال د بريښنا فابریکې او په (۱۳۵۳) هـ ش کال د سرې د تولید فابريکې په فعالیت پيل وکړ. دغه فابریکات د لویې پتروشمیمی موسسې په حیث  د هیواد د کرهڼې د سکتور د ودې لپاره کیمیاوې سره  تولیدوي  اوله حرارتي بريښنا څخه  د فابريکې په تولیدي ماشینریو کې ګټه اخستل کیږي ، له طبعي سرچینو څخه د موثرې ګټې اخستنې ، هیوادوالوته د کار زمینه برابرول ، د هیواد اقتصادي وضعیت او همدا شان په سیمه کې د رقابت په برخه کې مهم رول لري. ددې فابریکو محصولات د هیواد د قوانینو او مقرراتو  مطابق د هیواد  داخلي بازارونو او همدا شان د قانونی مراحلو له طی کولو وروسته خارجي بازارونوته عرضه کیږي ، ددې فابریکو اساسي خام مواد ( طبعي ګاز ،اوبه او هوا) دي چې د هیواد له خپلو سرچینو څخه اماده کیږي اوهغه څه چې د محصولاتو په ارزش پورې اړه لري لکه روغنیات ، پروزه جات ،تجهیزات ،لابراتواري مواد، کتلستونه اونور د اړتیا وړ شیان له بهرنیو هیوادونو څخه تهیه او واردیږي .