1. د یوریا سرې تولید
د مزارشریف د سرې او بريښنا امارتی شرکت سپینه کیمیاوي سره چې 46٪ سلنه نایتروجن لري، زمونږ د ګران هیواد د اوبو او خاورې د شرایطو مطابق تولیدیږی. او دنورو هیواد د کیمیاوي سرو په نسبت لوړ کیفیت لري. چي د نباتاتو د ودې او د تولید څو برابره زیاتوالي سبب ګرځي که غواړی چې کرهڼیز حاصلات مو زیات شي د خپل هیواد له تولید شوي سرې څخه ګټه واخلی ځکه چی له لوړ کیفیت څخه برخمنه ده. او په دې برخه کې-یې Gold Mercury)) جایزه هم ترلاسه کړیده په یاد ولري چې خارجی سرې دا کیفیت نه لري ځکه نو په بازارونو کې په تیټ قیمت پلودل کیږي.
1. امونیا
امونیا د یوریا سرې د تولید لپاره کارول کیږي، د یخ تولید، یخولو، او مایع امونیا د نورو مصرف کونکو لپاره د چرم تولید ماشین کې هم کارول کیږي.
2. کاربن ډای اکسایډ
کاربن دای اکساید د سرې په تولید اوهمداشان د ګاز لرونکو مشروباتو په صنعت کې کارول کیږي.
3. نایتروجن
نایتروجن د کیمیاوی سرې د تولید، د ذخیرو د داخلي برخو د پاک کاری او همداشان د کرهڼی او مالداری په برخه کې له مایع نایتروجن څخه د حیواناتو د سپرم د ساتنې په برخه کې ګټه اخستل کیږي.
4. اکسیجن
اکسیجن د کیمیاوی سرې د تولید، د روغتیایی سکتور په برخه کی د مصنوعی تنفس لپاره او همداشان په تخنیکی ورکشاپونو کې ترې ګټه اخستل کیږي.
5.مقطرې اوبه
مقطرې اوبه د بطری جوړولو په صنعت او همداشان په شفاخانو کې ترې ګټه اخستل کیږي.